اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د دغه شرکت یوې ایربس A310 الوتکې د تخنیکي معایناتو له بشپړېدو وروسته نن (یکشنبه، د لړم ۳ مه) د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه بریالۍ ازمایښتي الوتنه وکړه.
د یاد شرکت په وینا، یاده الوتکه به د اړینو تخنیکي ارزونو او مرحلو له بشپړېدو وروسته کورنيو او نړيوالو الوتنو ته چمتو شي.